خبرونه

پنټاګون: د طالبانو بریدونو ته په کتو به د سرتېرو د ایستلو بهیر ورو سي.

امریکا ویلي د طالبانو بریدونو ته په کتو ښايي د سرتېرو د ایستلو بهیر ورو سي.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کي ویلي سره له دې چي تر ټاکلې نېټي د سرتېرو د ایستلو په اړه د بایډن پرېکړه پر خپل ځای ده، خو که طالبان جګړې نوري هم شدیدوي نو د سرتېرو د ایستلو بهیر به ورو کړي.

د کربي په خبره طالبانو په وروستیو کي خپل بریدونه ډېر کړي دي نو له همدې امله د سرتېرو د ایستلو په مسئله کي د احتیاط سپارښتنه سوې ده.

کربي داسي مهال دغه څرګندوني کوي چي ځیني رسنۍ د سرتېرو په وتلو کي د سرعت خبره کوي او وایي چي امریکا ښايي د رسنیو له خبرولو پرته خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close