خبرونه

میوند ولسوالۍ کي دسړک غاړي ماین چاودني ۲۴کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دکندهار دپولیسو ویاند جمال ناصر بارګزی پيښه تایید وي او وايي تیره شپه نهه بجې دمیوند ولسوالۍ دګج کاریز په سیمه کي پر یوه مسافر وړونکي ۴۰۴ډوله موټر دوسلوالو مخالفینو ښخ سوی ماین چاودنه کړې چي پنځه ملکي وګړي په شهادت رسیدلي او اتلس نور يي ټپیان کړي دي.

نوموړي وايي چي دغه ۴۰۴ مسافر وړونکي بس موټر د کابل څخه هلمند ته پر لاره وو چي په میوند ولسوالۍ کي ورباندي د سړک غاړي مین چاودنه وکړه.

دمیرویس حوزوي روغتون مسولین وايي دپیښي له ځایه د۵ ماشومانو او یوه نارینه جسدونه او ۱۸ ټپیان ور وړل سوي دي.

خو تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close