خبرونه

امریکا: د زور له لاري رامنځ ته سوي حکومت په رسمیت نه پېژنو.

امریکا وايي دوی او نړۍ په افغانستان کي هغه حکومت په رسمیت نه پېژني چي د زور له لاري رامنځ ته سوي وي.

په ملګرو ملتونو کي د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفلیډ په تازه څرګندونو کي ویلي چي نړۍ په افغانستان کي د اسلامي امارت راګرځېدل او یا د طالبانو له لوري د داسي حکومت رامنځ ته کېدل په رسمیت نه پېژني چي هغه د زور له لاري جوړ سوي وي.

دغه امریکايي ديپلوماتې ویلي چي امریکا په افغانستان کي د رواني جګړې د ختمېدو غوښتونکې ده او له دې سره کلک مخالفت کوي چي څوک دې د زور او یا وسلو له لاري ځان واک ته ورسوي.

امریکا تر دې وړاندي هم ویلي وو چي په افغانستان کي د اسلامي امارت له راګرځېدو سره مخالف دي او تمه لري چي بین الافغاني مذاکرات د رواني جګړې د ختمېدو سبب سي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close