خبرونه

د بهرنیو چارو افغان وزیر وايي په طالب وسله والو ژمني نه پوره کیږي

د بهرنیو چارو افغان وزیر حنیف اتمر وايي، وسله والو طالبانو خپلي هغه مهمي ژمني نه دي پر ځای کړي چي له واشنګټن سره په تړون کي یې کړي وې.
حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ انلاین غونډي ته وویل، د طالبانو ډله لا هم له ځینو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکي لري.
وسله والو طالبانو مخکي د القاعده شبکې په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره د ارتباط درلودلو موضوع رد کړې ده.
هره ورځ د ځینو ولسوالیو د لاس په لاس کېدو، یا ورباندي د ولکې ټینګولو لپاره د سختې جګړې او محاصرې خبرونه ورکول کېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي د جګړو له امله په تېرو شااوخوا ۳ میاشتو کي نږدې ۱۸ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه سوي دي.
نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close