خبرونه

کندهار، هلمند او اروزګان کي ۸۵ وسله وال طالبان وژل سوي

تېره ورځ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندهار ولایت په پنجوایې د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند بولان کلا او د نهرسراج، ګرمسیر، نادعلي او ناوې ولسوالیو او د روزګان په چورې ولسوالیو کي د مځکنیواو هوایې قواوو په مټ عملیات ترسره کړي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند احمد صادق عیسی کندهار کي ۱۹ تنه وسله وال وژل سوي او ۱۳ تنه ټپیان دي، همدارنګ په ارزوګان کي ۷ تنه وژل سوي او ۸ تنه ټپیان دي.
د عیسی په خبره په دې عملیاتو کي د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل سوي دي.
اخوا بیا د ۲۱۵ میوند قول اردو د اعلامیې پر اساس د هلمند په څو ولسوالیو کي د عملیاتو پرمهال د وسله والو موهم قومندانان ملا جميل، حاجي لالا، شاولي، سديس او همکار په ګډون ۵۹ تنه وژلي او ۱۸ تنه یې ټپیان کړي دي.
د مسؤلینو په خبره په دې عملیاتو کي د وسله والو یو شمېر وسلې او مهماتد افغان ځواکونو له لوري له منځه وړل سوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو د یادو ادعاوو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close