ادب

کتاب نوم: پلټونکی، ګټونکی

محتوا: بې پلانه او بې هدفه ژوند مه کوﺉ!

لیکوال: دوکتور شیف کهرا

ژباړن: سیف بېژن

مخونه: ۲۳۳

عجیبه ده!

,, ډېری خلک له دې وېرېږي، چې ژوند به یې پای ته ورسېږي، خو بدبختانه دوی په دې نه پوهېږي چې، لا یې ژوند پیل هم نه دی او دوی یې د ختمېدو کیسې کوي“(هېڅ ژوند یې نه وي کړی)

د دغه کتاب په سریزه کې شیوا کهرا لیکي چې: هره لاسته راوړنه د ډېرو خلکو هڅو ته اړتیا لري، یانې په ټوله کې د هر لوی کار پای ته رسولو لپاره یو ژمن او په کار پوه کاري ټیم ته اړتیا ده.

بل خوا زکر شوي چې د کتاب محتوا ټوله په دې جملو راڅرخي.

ــ هدفمند ژوند وکړﺉ، بې هدفه ژوند مه کوﺉ!

ــ د باور جوړول، د خپل دروني قوت او انرژۍ تقویه

ــ تکړه شﺉ او د ګټنې سلوک ته مو پراختیا ورکړﺉ!

ــ د روغیتا، شتمني او د اړیکو تر منځ برابری ساتل!

ــ د نن کار، سبا کولو ستونزې ته ماتې ورکړﺉ او غوره پرېکړې وکړﺉ!

ــ مثبت انتخابونه وکړﺉ، کندو ته له غورځېدو ځان وژغورﺉ!

د کتاب په پیل کې لیکل شوي چې، دا څه ډول کتاب دی؟

د ځواب په توګه کهرا ورته ځینې کرښي ویستي چې د روغتیا، شتمني او سالمو اړیکو په اړه وضاحت ورکړل شوی دی.

دغه کتاب ټول شل کوچني څپرکي لري چې هر څپرکې یې د بېلې موضوع په اړه کښل شوی همدارنګه د هر څپرکي په پای کې د عملي پلان لپاره ځای ځانګړی شوی، یاده دې وي چې شیف کهرا په خپلو ټولو هڅوونکو کتابونو کې له معلوماتو وروسته د پایلې په توګه عملي چارټونه د لوستونکي د ځان ارزونې په موخه جوړ کړي. د دې کتاب د هر څپرکي لنډې غوره برخې په اړه لنډ ډول را اخلم.

لومړی څپرکی: (د ګټې وټې سلوک زده کړه) : دلته دا زکر شوي چې څه مو ګټوونکي کوي؟ سلوکي ناروغی څه ته وایي؟

´´ریښتینی کرېکټر ستاسو دی، چې سم کار په سم وخت کې ترسره کړﺉ او هېڅوک هم نه وي درسره“ وایي چې ټول د نړۍ د بدلون هڅه کوي، ولې هېڅوک هم د ځان د بدلون په اړه فکر نه کوي، همدارنګه دې څپرکي کې د مېږي فلسفه ذکر شوې ده. د مېږي د فلسفې کرښې دومره زړه راښکوونکي دي چې د انسان فکر پر واقیعت او حقیقت رغنده ننباسي.

دویم څپرکی: ژوند جالب دی، راځﺉ پیل یې کړو!.

مای وېسټ: موږ یو ځلې ژوند لرو، که سم یې وکړو بسنه کوي.

زموږ د ورغوي کرښې زموږ د راتلونکي په اړه پرېکړې نه کوي، ځکه چې په دې نړۍ کې داسې خلک شته، چې لاسونه یې هم نشته، دوی نه یوازې چې خپل برخلیک ټاکي، بلکې د نورو ژوند هم ښېرازه کوي.

په دې څپرکي کې د خپل قوت زیاتولو، په خپل فکر او نظریې کار کولو، شخصي ګډوډیو او د بریالیتوب د قیمت پرې کولو په اړه کافي خبرې شوي دي.

درېیم څپرکی: ستونزې د ژوند کولو نښې دي.

لېني: پوهېږم چې اوسني وخت کې ژوند کول اسانه نه دی مګر تل په یاد ولرﺉ، چې تاسې په نړۍ کې یوازینۍ څوک نه یاستی چې ستونزې ولرﺉ.

په دې څپرکي کې ځینې نصیحتونه شوي او د یوې دعا تفسیر او تحلیل شوی دی.

ارېسټویل: د ژوند راز په دې کې دی، چې اووه ځلې وغورځې او اته ځلې پورته شې!.

څلورم څپرکی: عقلي واقیعت.

زموږ ټولې ستونزې یوازې ذهني وهمونه دي. کنفېشویس وایي: عقل، زړه سوی او جریت درې نړۍ وال انساني منل شوي کیفیتونه دي، چې هر انسان یې باید د لرلو هڅه وکړي. په دې څپرکي کې د عقل او بریا تر منځ په اړیکې غږېږي.

پينځم څپرکی: له مغزو کار واخلﺉ!.

مغز هغه عنصر دی چې انسان فکر کولو، دلایلو موندلو، پوهېدلو، پرېکړو او قضاوت کولو کې مرسته کوي او تر څنګ یې د هر بخش په تقویه کولو کې مرستندویه پاتې کېږي. ریښتیني پر مخ لاړ شﺉ او د ځان کنټرولونکي اوسﺉ. د اټو پیلوټ بټن په ځان کې ومومﺉ چې د غلطي پر وخت مو انحراف پرې کړﺉ. مثبت فکر وکړﺉ او مثبت ګامونه اوچت کړﺉ. حالت او بدلون مو په فکري نړۍ منحصر دی.

شپږم څپرکی: پر ځان پانګونه وکړﺉ!

که معمولي او عادي کارونه کوﺉ، پس عادي او معمولي به اوسﺉ، خو که غوره کارونه وکړﺉ، ژوند به مو غوره وي. درون مو د بېرونۍ نړۍ پرېکړه کوي. درې هغه څیزونه چې ستاسو په شخصیت کې بدلون او نوښت راوړي عبارت دي له ـ ١ـ د کتابونو لوستل ٢ـ د فلمونو لیدل ٣ـ کړه وړه، له خلکو سره ناسته پاسته، خویونه.

اووم څپرکی: ګټوونکي جوړ شﺉ!

ګټوونکی لاس په کار کېږي او بایلونکی یې پېښېدو ته انتظار وي. چارلي چاپیلین زیاتوي: ماته د خپلې څېرې په نسبت خپل ذاتي کریکټر او فکر ډېر هویت رابښلی دی. په دې څپرکي کې د ګټوونکي رازونه لیکل شوي، همدارنګه پر دورني جذبې، ځاني هویت، زغم او کار کولو باندې ټینګار شوی دی.

اتم څپرکی: مهمه نه ده چې څه لاس ته راوړو، بلکې مهمه دا ده چې یو څه لاس ته راوړو.

د ذهني ځیرکتیا په مرسته موږ کارونه په متفاوته بڼه ترسره کولای شو، بې ځایه تشویشونه، د بل چا ماتولو ته سترګې پټول مو ضمیر پرځوي او د بریالیتوب مخه مو ډب کوي. ډېری کسان چې له درد او ستونزو سره مخ ول اوس د نړۍ تر ټولو غوره څېرې دي ولې؟ ځکه دوی مبارزه کړې او پر ځان یې باور درلود.

نهم څپرکی: د یو څه ارزښت اټکلول بدلون کوي، خو ارزښتونه بدلون نه کوي.

که زموږ کرکټر پر منفي لوري وڅرخېد نو بلاخره ټولنه مو همدې خواته ځي. کېدای شي ټوله شتمني مو له لاس څخه ووځي مګر ارزښتونه مو هېڅکله نه ځي. په دې څپرکي کې په ارزښتونو، معیاري او نظري ارزښتونو خبرې شوي.

لسم څپرکی: ګټوونکی لاس په کار کېږي او بایلوونکی یې پېښېدو ته په تمه وي.

کرکټر مو ورغوﺉ، پر ځان ځینې عادتونه او اخلاق قایم کړﺉ او هغه وڅارﺉ تر څو د بریالیتوب خوند وڅکﺉ. شخصیت دروازه پرانیزي او کرکټر یې خلاصه ساتي. یاده دې وي چې شخصیت، کرکټر او شهرت درې بېلابېل څیزونه دي چې هر یو ځانته ځانګړنې لري. په دې څپرکي کې پر کرکټر خبرې شوي دي.

یوولسم څپرکی: صداقت، ریښتنولي(دژوند لار)

ریښتیني خلک خپل اعمال نه پټوي. هېڅ ډول پیسې زموږ د ارزښتونو بیه نه شي ټاکلی. نېلسن منډیله وایي: ما تل ویلي، چې لومړني څه چې ډېر مهم دي، هغه له ځان سره ریښتینولي ده. که ځان بدل نه کړې او ځان سره ریښتینی ونه اوسې، په ټولنه هېڅ ډول اغېز نه شې کولای. په دې څپرکي کې د ریښتینولۍ پر ارزښت خبرې شوي.

دولسم څپرکی: انتقادي فکر.

انتقادي فکر هغه وړتیا ده چې د یوه کار په اړه په واضح او منطقي ډول فکر او باور وکړې. یا هغه وړتیا ده، چې د هغه پر اساس یو انسان په هدفمند ډول د معلوماتو ارزونه کوي او منطقي قضاوت کوي، د انتقادي فکر په نوم یادېږي. د انتقادي فکر د لړۍ یعنې فکري مهارتونه، افهام او تفهیم، نوښت نیونه، اذاد فکر او د ستونزو د حل یادونه شوې. انتقاد کوونکي باید د پراخې مطالعې څښتن وي او باید د انتقاد پر ځای د منونکي بدیل لرونکي وي.

دیارلسم څپرکی: توازن او ثبات موندنه.

دلته په فکري ثبات خبرې شوي، د خلکو تر منځ وېشنه شوې، سلوک وضع شوي او د لید په اړه مهمې خبرې شوي. وایي چې په نړۍ کې درې ډوله خلک اوسي. ١ـ د خولې ښکرور، ٢ـ چې نورو ته یې سترګې وي. ٣ـ پیاوړي خلک.

څوارلسم څپرکی: ویاړلی کار(ویاړ په کار کولو کې دی.)

له خپل کار سره مینه انسان ته نه یوازې خوښي ورکوي بلکې له ټولنیزو امتیازاتو څخه یې هم برخمن کوي. دا څپرکی په کتاب کې تر ټولو کوچنۍ څپرکی دی. چې په شعوري نېکمرغی یې بحث کړی، دلته یادونه شوې چې د انسان خوښۍ په دغو درېیو شیانو کې ده. ١ـ روغتیا ٢ـ شتمني ٣ـ ښې اړیکې.

پنځلسم څپرکی: مسؤولیت اخېستنه.

په دې څپرکي کې د مسوولیت پر قدرت او ارزښت خبرې شوي همدارنګه د مسوولیت منلو لپاره ځینې پوښتنې ذکر شوي چې باید لوستونکی ورته جوت ځوابونه پیدا کړي.

شپاړسم څپرکی: مالکیت اخېستنه.

له هغو سلو نفرو څخه چې زموږ لپاره کار کوي، هغه یو کس غوره دی چې موږ سره کار کوي، هغه څوک چې هر څه خپل بولي او موږ سره کار کوي، نه زموږ لپاره.

خپله دنده غلامي او مزدوري نه بلکې خپله شخصي یې وبوله او هماغسې چې له خپلې شتمنۍ ساتنه کوې له خپلې دندې یې هم وکړﺉ. په دنده کې ځان وپاله نه پر دندې ځان.

اوولسم څپرکی: پر خپل وخت مو پانګونه وکړﺉ!

ګټوونکی پر ثانیو او دقیقو فکر کوي، بایلونکی په ساعتونو او ورځو.

تر ټولو ستره او ګواښوونکې جمله دا ده چې یو انسان ووایي: کاش ما وخت درلودای.

پر ځان لګښت وکړﺉ، شتمني ځي راځي مګر ارزښتونه هېڅکله نه ځي. لټي یا سستي مه کوﺉ او د خپل تېر شوي ژوند له سختیو فریاد مه کوﺉ، راتلونکي ته ځير شﺉ د ځان او نړۍ د خدمت جوګه وګرځﺉ.

اتلسم څپرکی: پورته شه! ته یې کولای شې.

د یوه انسان په ژوند کې لویې لاسته راوړنې هغه څه پورې نه مقیاس کېږي، چې څه یې تر لاسه کړي وي، بلکې په دې پورې مقیاس کېږي چې هغه څوک جوړوي. زکر شوی چې فعال ژوند وکړﺉ او ناممکن، ممکن کړﺉ.

نولسم څپرکی: پرېکړې وکړﺉ!

د پرېکړو وړتیا ومومﺉ! د فرصت کړکۍ تل خلاصه نه پاتې کېږي، دا سمو پرېکړو ته په سم وخت کې اړتیا لري. سالمې پرېکړې ته مو ذهن کې ځای ورکړﺉ او له ناسمو ځان وژغورﺉ.

شلم څپرکی: نورو ته د یوې الګو په ډول ځان په میراث پرېږدﺉ! نړۍ کې دوه ډوله خلک دي.

١ـ هغه څوک، چې د نورو نومونه یادوي.

٢ـ هغه څوک، چې نومونه یې د یادولو او ویاړلو ارزښت لري.

زموږ پلرونه او نیکونه یوازې پر موږ باندې نومونه ږدي، اما دې نومونو وقار او عزت ساتل زموږ له اخلاقو او کړو وړو سرچینه اخلي. داسې ژوند وکړه چې خلکو ته ووایې: زما په څېر اوسه!.

کتاب ښېګڼې

هندي لیکوال شیف کهرا ١٤ کتابونه لیکلي چې ټول یې د ګڼو تجریو پوهه او پراخ لرلید ټولګې دي. د کهرا هره جمله د کاڼې کرښه ده او په لوستلو یې انسان ځان واقیعت ته نژدې کوي. خبرې یې پخې او د فصاحت او بلاغت پر تول تللي دي. کتاب ښاغلي بېژن په روانه او ساده ژبه ژباړلی. هر ډول لوستوونکی پرې په اسانۍ پوهېدای شي.

د کهرا دا کتاب یو له هڅوونکو کتابونو څخه دی چې کولای شي یو بې روحه انسان ته بل روح ورکړي. کله چې زموږ په ټولنه کې کتاب ملګری ته تشبیه کېږي نو هغه همدغه ځای یادوي، دې کتاب کې داسې جوهر نغښتي او داسې خپل لوستوونکي ته غږېږي لکه یو خوږ ملګری بل ملګري ته په دلایلو قناعت ورکوي او د روښانه مسیر لارښونه ورته کوي. نو غوره بولم چې د کهرا کتابونه باید یو ځل نه بلکې بار بار ولوستل شي.

#نیمګړتياوې

د کتاب په ځینو برخو کې دری لغاتونه کارېدلي. ځینو برخو کې املایي تېروتنې لیدل کېږي او ځینې ځایونو کې معیاري لیکدود غورځېدلی. ځینو ځایونو کې (له) او (د) یو د بل پر ځای کارېدلي. همدارنګه (په) او (پر) هم.

د کتاب لویه ستونزه د تنظیم ګډوډي ده چې له څوارلسم څپرکي پیلېږي. هغه داسې چې د څوارلسم څپرکي څخه وروسته ډایریک اتلسم څپرکي ته ټوپ شوی او پاتې څلور څپرکي یې منځ کې خوړلي. له اتلس څخه اخوا بیا نولسم څپرکی راغلی ورپسې یویشتم څپرکی بېرته اتلسم څپرکی بېرته شلم…

لنډه دا چې دا کتاب اصلا شل څپرکي لري مګر په کتاب کې یوویشت ښودل شوي.

کتاب غوره کتاب دی، حتما یې ولولﺉ!.

کتاب پېژند: وحید مومند

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close