زما ویاړ

حبیب الله قلم مل

زما ویاړ خپرونه  نن  مازیګر 4:00بجې او تکرار یې جمعه سهار 8:00بجې

دا اونۍ زماویاړ حبیب الله” قلم مل” دی  د ژمن شعر ښه شاعر او د فرهنګي چارو فعال

کوربه : میرویس اتل

خپرونه مه هېروئ پر 89,1 اف ایم-کندهار

لنډه پېژندګلوي :

نوم: حبيب الله

قلمي نوم: (قلم مل)

د پلار نوم: ملا عبدالرحمن

د اوسېدو اوسنی ځای: کندهار ښار نهمه ناحيه.

د زېږېدو نېټه: ۱۳۶۲هجري شمسي کال.

مدني حالت: متاهل دئ – پنځه اولادونه، دوه زامن او درې لوڼي لري.

زده کړي: په ۱۳۸۸ کال کي ئې د کندهار د پوهني رياست د اسلامي تعليماتو له څانګي څخه د ۱۲ صنف اسناد تر لاسه کړي دي او د کندهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي څخه په ۱۳۹۶ کال کي فارغ سوی دئ.

د شعر ليکلو پيل: له شعر او شاعرۍ سره ئې له کوچنيوالي څخه علاقه وه او له ۱۳۸۷ هـ ش سنې څخه ئې په شعر ليکلو پيل کړی دئ.

چاپ اثار: دوې شعري ټولګي لري چي يوه ئې (خزانه تا به ویل)، دوهمه ئې د (درد څاڅکي) نومیږي او دریم اثر ئې   (د شعر شرعي حیثیت) دئ چي لنډ وخت کي به چاپ سي.

همدارنګه نوري خورې ورې ليکني او شعرونه ئې په مختلفو ورځپاڼو، مجلو او ویب پاڼو کي په بېلا بيلو وختو کي چاپ او خپاره سوي دي.

د شعر په ډګر کي  یې د فعاله ځوان، شاعر او لیکوال په توګه بیلابیل ستاینلیکونه او جایزې تر لاسه کړي دي.

د حبیب الله” قلم مل” پر شخصیت نور معلومات  تاسو د زما راډیو په زما ویاړ خپرونه کي اوریدلای سئ !

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګوری
Close
Back to top button
Close