اقتصاد

په زابل کي د ۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې ښونځۍ کار بشپړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه

د زابل ولایت په شاجوۍ ولسوالۍ کي د ۳۰۰ ماشومانو لپاره یوه ښونځي د زده کړو لپاره جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.

یاده ښونځۍ د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت اړوند ولسي تړون ملي  پروګرام له لوري د اقرأ پروژې تر سیوري لاندي د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره جوړسوه چي په دې ښونځۍ کي د ماهرو اوغیرو ماهرو کاریګرو لپاره هم په لسګوني کاري ورځې برابري سوې.

په زابل کي د ولسي تړون ملي پروګرام د مطبوعاتو مسؤل هدایت الله نیکزاد وایې، په دې ښونځۍ کي ۸ تدرسي خونې، ۲ اداري خوني او ۳ تشنابونه لري، چي دا ښونځۍ په ۴۶۵ متره مربع مساحت کي جوړه سوې.

د هغه په خبره د زابل ولایت په شاجوۍ ولسوالۍ کي د مستکول کلي پراختیایي شورا لخوا یې  ټول کارونه بشپړ سو چي ۵ مېلیونه او ۶۰ زره افغانۍ لګښت ورباندي راغلی.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close