ادب

غڼې ځاله

د تکړه ليکوال ارواښاد نصير احمد احمدي هغه ناول دی چې زموږ د ټولنې ناخوالي په کې کټ مټ دقلم په ژبه را اخستي

د غڼې ځاله څو انځورونه راته مخ ته کوي

دا چې انسانيت په تعليم کې نه دی

که څوک ليسانس، ماسټر يا ډاکټر وي دهغه څخه حتمي د ښه انسان تمه نه شو کولی

ځکه دطاهرې خاوند هم انجينر و مګر هم قمارباز ، شرابي ، ظالم و په ښځه لاس پورته کول ،شک بدګماني…

_ بل داچې يوه کونډه ښځه زموږ په ټولنه کې له کومو ستونزو سره مخ کېږي لومړی خپل کور ليورونه ورته شنه ناست وي په داسې حال چې دوی ان خپل اولادونه په نس نه شي مړولی مګر د شهوت بر بنا بل ته سترګې پټې وي … که خبره يي هم ونه مني کونډه بیا فاحشه شي اووو

_ داچې په ټولنه کې کومه ستونزې ويني هماغه د منټو خبره دشريفو انسانانو په اړه د کلي له فاحشې وپوښتئ چې څوک دې هغه يې ښه پېژني همداسې زموږ په ټولنه کې به يي يوه کونډه ښه پېژندلی شي زموږ په ټولنه کې کونډه ښځه لکه د لاندې غوښه ټولې ورته سترګې وي

د ناول څو برخې :

_ يو سهار مې ځان پريوی، اينې ته ودريدم ، خپلو غټو تورو سترګو او سپين مخ ته مې وکتل، کاړګوتي اوږده ويښتنه مې څنډ وهل ، لور مې را غوښته ، ورته ومې ويل چې ماته وګوره! کمی لرم ؟!

نجلۍ رډې رډې سترګې راته نيولې وې.

همدا مې ژوند و مېړه مې دشرابو له بوتله پرته کور ته نه راته.

_ ومې ويل : زما لور درباندې ګرانه ده ؟

سريي وځړيد : هو .

څومره ؟

نېغ راته وکتل . ومې ويل : دلور له پاره مې ترځان تېر يي؟ مرګ منې؟

يو وارې يي وخندل : نه زه يي ژوند له پاره غواړم .

_ دنيا همداسې ده ، که دې ځان کمزوری ونیو ، تل به دې په حويلۍ کې د غوړو پينځه ليتره بوشکه ، يو چارک بوره او يو پاکټ ارزان بیه چاکليټ ايښې وي ، خو که دې تیره غاښونه لرل ، مامور قدوس دوی دغولو په څاه کې واچول ، خپل ځان خپلې کورنۍ ته سپر وې ، ټول به سترګه درنه کوي.

#ليکنه:سحر

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close