اقتصادخبرونه

د ازبکستان غونډه کي پر اقتصادي مسایلو بحث کیږي

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي نن د سیمه ییز اقتصادي اتصال فرصتونه او ستونزې په نوم غونډه جوړیږي.

په دې غونډه کي  د افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون له ۴۰ د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

افغان دولت وايي اشرف غني به دوې ورځي په ازبکستان کي وي او د ازبکستاني چارواکو سره به یې تر ډېره  بحث پر اقتصادي راکړه ورکړه وي.

ویل کیږي  د سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به هم دې غونډي ته احتمالاً ورسي.

افغان حکومت په دې باور دی چي افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د هېوادونو د اتصال څلورلارې ده او د اقتصادي همکاریو له لارې د سیمې امنیت هم ښه کیدلای سي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close