خبرونه

د افغانانو بشري وضعیت د اندیښنې وړ وبلل سو

د نظامي عملیاتو په ترڅ کې په اغېزمن سویو سیمو کې د بشري حقونو د سرغړاوي د رپورټونو په اړه اندیښنې مخ په ډیریدو دي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړاوي رپورټونو او په هغو خلکو د تاوتریخوالي د ادعاوو په اړه چې د روانو جګړو له امله په ټول هېواد کې اغېزمن سوي دي، سخت اندیښمن دي.

یاد سازمان وايي په پراخه کچه د وژنو، ناسم چلند او تبعیض په اړه ځورونکو رپورټونو ویره او ناامني رامنځته کړې.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې ښکېلې غاړې مکلفې دي، د افغانانو وقار او بشري حقونو ته درناوی وکړي، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته چې تېر مهال له بیلا بیل  او سخت تبعیض سره مخامخ سوي دي.

یاد سازمان همدارنګه زیاتوي ملکي وګړو ته د زیان نه رسیدو تر ټولو ښه لاره د سولې خبرو اترو ته بیا ورګرځیدل.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close