خبرونه

د تېرو څو ورځو راهيسي د جګړو له امله ۲۵۰۰ کورنیو د کندهار ښار ته پناه راوړې

تېره جمعه وسله والو طالبانو د کندهار پر اوومه امنیتي حوزه، میربازا، او میرویس مېني باندي پر افغان ځواکونو سخت بریدونه پیل کړه، چي په څو ساعتونو کي د دې ځایونو څخه په زیات شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښېدو ته اړه سوه.

د دوی له ډلي یې سید محمد وایې، د جکړو له امله یې یوازي د ځان سره د کورنۍ غړي او یوه جوړه کالي یې د اغوستو لپاره راوړي او نور ټول شیان یې هلته د جګړې په میدان کي پاته دي، دوی له حکومته د سر پناه او خوراکي توکو د مرستي غوښتنه کوي.

په کندهار کي د ګډوالو چارو ریس دوست محمد نایاب، وایې دوی په تېرو څو ورځو کي د ولسوالیو او حوزو په ګډون ۲۵۰۰ کورنۍ ثبت کړي او دوی به یادو کډوالو ته ژر تر ژره لومړنۍ مرستي ورسوی.

د نایاب په خبره د کډوالو لپاره یې د کندهار په ځينو ساحو کي د تجارانو په همکاري د اوسېدو لپاره ځایونه هم چمتو کړي دي.
کندهار کي پرداسي مهال په زیات شمېر کورنۍ د خپلو اصلي مېنو څخه کندهار ښار ته رابې ځای کیږي، چي جکړې د ولسوالیو څخه ان د کندهار ښار تر حوزو پوري رارسېدلي.

خبریال: نسیم حمیدي

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close