خبرونه

کندهار: د سپین بولدک د بیا نیولو امنیتي ځواکونوعملیات پیل کړي.

دغه عملیات نن جمعه پیل سوه او امنیتي او دفاعي ځواکونو د بولدک پر لور چي د کندهار ښار څخه ۱۵۰ کېلو متره لیري ده حرکت پیل .

یوې امنیتي سرچینې د ( زما راډيو ) ته ویلي چي ځواکونو د بولدک ولسوالۍ د بېرته نیولو په موخه روان دي چي اوس مهال د سپین بولدک په بازار کي دي .

هغه وايي په دې عملیاتو کي به د سپین بولدک ولسوالي و نیول سي او هغه کسان چي د طالب وسله والو په راتګ کي یې د هغوۍ سره همکاري کړې هم د مجازات سي.

ځايي سرچينې وايي د ډیورډ فرضي کرښي سره د پاکستان فوځي طیاري هم لیدل کیږي.

بل لوري کندهار محلي اداره خبر ورکوي چي د حمیدزي لالي په مشري یې د کندهار ښار په اوومه ، اتمه او نهمه امنیتي حوزه کي هم عملیات شروع دي چي ډېره ژر به دغه سیمي هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکي کړي.

وسله والو طالبانو د تېري ورځي را وروسته په کندهار په ښار او ولسوالیو کي د خپل شاتګ او پر مختګ په اړه څه نه دي ویلي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close