خبرونه

خلیلزاد وايي د حکومت او طالبانو اوربند کیدونکو دی

د سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون  په تاشکند کي  هیله څرګنده کړه چي په را روان لوی اختر کي به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وسي.

خلیلزاد وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې د طالبانو تعبیر دا دی چې سیاسي موافقه باید له اوربند مخکې وي او دواړه باید په یوه وخت کې اعلان شي، خو هغه وویل چې اوس مهال د اختر په ورځو کې د لنډمهال لپاره د اوربند امکان شته.

خلیلزاد ټینګار وکړ چې طالبان په افغانستان کې د جګړې له لارې پوره بریا ته نه شي رسېدی او خبرداری یې ورکړ چې که له افغان حکومت سره د سولې یوې موافقې ته ونه رسېږي، نو متحدایالات به د طالبانو په مشرۍ د زور له لارې واک ته رسېدلی دولت په رسمیت ونه پېژني.

بلخوا افغان حکومت تور لګوي چي د طالبانو سره له بهره مرسته کېږي او چارواکي په دې برخه کې په څرګنده د پاکستان نوم اخلي.

ولسمشر اشرف غني د تاشکند په غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې په تېره یوه میاشت کې شااوخوا لس زره طالبان د پاکستان له خاورې د جګړو لپاره د طالبانو په لیکو کي افغانستان ته ننوتلي دي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close