Uncategorizedخبرونه

وکیلان: تښتېدلي باید له دندي لیري او مجازات سي

دکابل څخه راغلو وکیلانو سیداحمد سیلاب، ګل احمد کمین او ورسره سید مقتدامیران چي نن يې په ولایت مقام کي خبري کنفرانس ته خبري کولې وویل موږ تل دخپل ولس ترڅنګ ولاړیو او په هروخت کي به یې دفاع کوو په ولسي جرګه کي دکندهار دخلګو استازی ګل احمد کمین وايي جګړه دحل لاره نه ده او یوه جګړه بله جګړه زیږوي، نو د دواړو لورو څخه مو هیله ده چي دخلګو دکورونو څخه دسپر په توګه کار وانخلي، هغه وايي د جګړې په برخه کي مرکز کندهار ته پوره توجع کوي او کندهار څخه به بیرته کندهار جوړیږي.

سیداحمد سیلاب وايي هغه کسان چي له کندهار څخه تښتېدلي دي که نظامي بخش کي کار کوي او که په ملکي بخش کي باید له دندي ایسته او مجازات سي، دی وايي کندهاریانو ته موږ ډاډ ورکوو چي ددوی ترڅنګ ولاړیو او دفاع به یې کوو.

همداراز په ولسي جرګه کي دکندهار دخلګو یوبل استازی سید مقتدا میران بیاوايي چي په دې وروستیو کي ولایتي ادارې چي کم بندیزونه لګولي دي یوازي ددغه ولس دپاره دي ترڅو دوی خوندي پاته سي.

سید احمد سیلاب، ګل احمد کمین او مقتدا میران پر داسي مهال یاد مطبوعاتي کنفرانس ورکوي، چي کندهار کي د جګړو سره هم مهال پر ټولنیزو رسنیو باندي داسي خبرونه خپاره سوه چي وکیلان د کندهار څخه تښتېدلي دي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close