خبرونه

د بهرنیو چارو افغان وزارت د پاکستان سفیر احضار کړی

د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلام اباد کې یې د افغان سفیر د لور د تښتونې او شکنجې په اړه پاکستان ته شدید اعتراضونه اورولي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون شنبه   یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان هم احضار کړی دی.

افغان دولت ویلي، اسلام اباد کې د دوی د سفیر لور سلسله علي خېل د جمعې په ورځ (د جولای په ۱۶مه) د څو ساعتونو لپاره اختطاف او له شکنجې او ربړونې وروسته خوشې شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان له حکومته په زغرده غوښتل شوي چې د دې پېښې د عاملانو د پېژندنې او سزا لپاره بېړني اقدامات وکړي.

افغان  دولت له پاکستانه غوښتي چې د ډيپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې دې د نړیوالو تړونونو له مخې عمل وکړي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close