خبرونه

خانزاده: کندهار د خپلو مشرانو له لاسه اوس په بد حالت کي دئ

د کورنیو چارو وزارت ستر معینت معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان، چي کندهار ولایت ته د امنیت د اروزني لپاره راغلي دي، وایي په دې ورستیو څو ورځو کي یې وسله والو طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اوړلې ده او د دوی عملیات به د وسله والو پروړاندي همداسي جریان ولري.

عبدالرحمن رحمان زیاته کړه ،،چي د کندهار ولایت سقوط د ټول افغانستان سقوط دي، نو موږ به په هیڅ صورت سره وسله والو طالبانو ته د کندهار ولایت د نیولو اجازه ورنه کړو.،،
بل لوري ته د کندهار والي روح الله خانزاده وایي کندهار ولایت کي ټول جنګ سیاسي دي او خلګ د قوم پر اساس یو او بل ځای ته سقوط ورکوي، په داسي حال کي، چي ځينو پوستو ته ان په څلورو ورځو هم وسله وال نه وي ورغلي خو هغه ځای افغان ځواکونو پریښیوي.

روح الله خانزاده په خپلو خبرو کي زیاته کړه،، چي زه به هغه مشران ډېر ژر د کندهار ولس ته ور وړاندي کړم، چې په ورستیو اتلسو کلونو کي یې د کندهار د خلکو په نامه خپل جیبونه ډک کړي دي.،،

خانزاده د خپلو خبرو پر دوام د کندهار ټول ولس ته د امنیت ډاډ ورکړ.
کندهار کي په دا ورستیو څو اونیو کي جګړو زور اخیستي، چي ورسره هم مهاله زیاتي کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې ځایه سوي او کندهار ښار ته یې د ژوند کولو لپاره پناه راوړی ده.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close