خبرونه

دا ځل کندهار کي لوي اختر د نورو کلونو په پرتله کمرنګه دی

دلته خلګ د خپل دود او دستور په خاطر ښار ته د سودا کولو لپاره راغلي، خو د نورو کلونو په پرتله دا اختر د خلګو لپاره د خوښیو ډک نه دی.

ښار کي د وچي میوې یو تن خر څونکی وایې، د دوی سوداوی په دې اختر کي د نورو اخترونو سره ډېر فرق لري، لکه څنګه، چي په نورو اخترونو کې خلګ د سوداوو کولو لپاره ښار ته راتله نو د خوښې احساس به یې کوي، او د ټولو لپاره به د اختر شپې ځانکړي وی.

بل لوري ته د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی وایې، د امنیت د نشتون له امله زړه نه ښه کوي، چي د اختر په دې شپو او ورځو کي بازار ته د سودا کولو لپاره ولاړ سي.
د کندهار امینه قومندان محمد سالم احساس د کندهار ټولو خلګو ته د لوی اختر په رارسېدو سره مبارکي ورکړه، او دوی ته یې د امنیت په برخه کي دا ډاډ ورکړ، چي کندهار ولایت به ډېر ژر د دې بد حالت څخه وژغورل سي.
کندهار ولایت کي خلګ پرداسی مهال د اختر په رارسېدو سره د امنیت غوښتنه کوي، چي دلته په رزګونه کورنۍ په دې ورستیو کي د خپلو کورنو څخه بې ځای سوي دي.

خبریال: نسیم حمیدي

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close