خبرونه

کندهار کي د لوي اختر لومړۍ ورځ; خو خلګ د سولي او امنیت غوښتنه کوي

کندهار کي له تېرو څو اونیو راهیسي جکړو زور اخیستي، چي دې جکړو د خلګو څخه د لوي اختر خوشحالیاني اخیستي، دوی وایي د دې پر ځای، چي د اختر لپاره خوشحالي وکړي دا به ښه وي، چي سوله او امینت راسي.

کندهار ښار اوسېدونکي له حکومت او وسله والو غواړي تر څو افغانستان دایمي سولي ته ورسوي او دلته نوره جکړه پای ته ورسږي.
بل لوري ته د کندهار والي روح الله خانزاده په یوه ویډيوي پیغام د کندهار ټولو خلګو ته د لوي اختر د مبارکۍ ترڅنګ دا ډاډ ورکړ، چي په کندهار کي به د تېر په څېر بیا خلګو لپاره امینت راولي.

خانزاده د ټولو تجارانو او مسؤلینو څخه دا غوښتنه وکړه، چي د جنګ ځپلو سره مرسته کړي او د هغوي حال دي له نژدې واخلي.له دې سره په څنګ کې د کندهار ولایت امنیه قومندان محمد سالم احساس د کندهار ټول ولس ته د امینت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چي ډېر ژر به د کندهار ولایت څخه د پخوا په څیر د امن کور بدلوي.

کندهار ولایت کي د اختر په لومړۍ ورځ خلګ پر داسي مهال د سولي او امنیت غوښتنه کوي، چي د تېرو څو ورځو راهیسي په زرګونه کورنۍ د جګړو له امله د خپلو کورنو څخه بې ځایه سوي دي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close