زموږ په اړه

پيژندنه:

زما راډيو ایف ایم؛ یوه خپلواکه ناپېیلې راډیو ده  ، خپل ځانګړي اورېدونکي لري  ، خپلي ټولي چاري په بې پرې ډول ترسره کوي  چې په سویل لوېدیځ زون کې په 89.1 فریکوینسۍ باندې خپرونې وړاندي کوي. دا راډیو سټیشن د 2015 په نومبر میاشت کي د افغانستان د اطلاعاتو اوکلتور وزارت لخوا رسمي جواز ترلاسه کړی او خپلو خپرونو ته ادامه ورکوي .

ماموریت:

د زما راډیو ماموریت د داسي خپرونو جوړول او خپرول دي چي د ټولني سالم پرمختګ ته وده ورکړي ، چي عبارت دي له سیاسي فهم ، معارف ، سوداګرۍ ، بشري حقونو ته پام کول او ټولنیزو نوښتونو ته د خلکو هڅول .

لیدلوری:

زما راډیو د هېواد د نافظه قوانینو په چوکاټ کي د سیاسي ، کلتوري ، دیني ، روغتیايي ، تعلیمي او تفریحي بیلابېلو خپرونو جوړولو په درشل کي ده ، غواړو د غوره کیفیت او کره والي پر بنسټ د بیان د آزادۍ ، بشري حقونو او د ټولنیز پرمختګ ملاتړ وکړو .

موخي او اهداف:

  • د عامه خدماتو او عام المنفعه تاسیساتو د اهمیت په هکله خلکو ته د عامه پوهاوي پخاطر د بېلابېلو خپرونو جوړول او نشرول.
  • د ټولنې د روښانه کولو او د ټولنیز او اقتصادي سیمه ایزې پراختیا ملاتړ کولو لپاره د معلوماتي خبرونو خدمات وړاندې کول.
  • په پښتو او دري ژبو خلکو ته د ښوونیزو او روزنیزو معلوماتو رسولو موخي ټاکل .
  • د محلي سوداګرۍ د اقتصاد کچي ته د اعلاناتو له لارې وده او پرمختګ ورکول
  • سیمه ایز کلتوري او هنري څرګندونې ته وده ورکول د ولسي او تاریخي برنامو په وړاندې کولو سره

نشرات او پوښښ:

د اوریدونکو د اسانتیا او لاس رسي په مقصد د زما راډیو خپروني د مختلفو لارو دهغوي په واک کي ورکول کیږي د مثال په ډول راډيوپه سیمه ایزه کچه  ، ویب سایټ ، فیسبوک ، ټویټر او نور .

زما راډيو د فېسبوک ( ټولنیزو رسنۍ )له لارې په دغه ادرس د لاس رسي وړ ده zma.fm.89.1   د زما راډيو رسمي ویب پاړڼه(www.zma.fm)  او په 89.1 FM فریکوینسي کې هم لاس رسي ورته کیدلائ سي.

د 2000 واټ سیګنال په مرسته زما ایف ایم د کندهار ښار په ګډون د ټولو ولسوالیو او د یو شمیر نیږدې ولایتونو سرحدي سیمي تر پوښښ لاندي نیسي لکه زابل، هلمند، او روزګان ولایت.

سوداګریز اعلانات:

زما راډیو د مارکیټینګ برخه خپلي چاري په ښه ډول تنظیموي ، تجارتي او معلوماتي اعلانات سره بېلوي او د خپرونو د محتوا په پام کي نیولو سره وختونه ورته ټاکي ، ځکه اوریدونکي اووختونه يي د خپرونو د محتوا پر اساس ډیروالی مومي ، هر هغه وخت او خپرونه چي د اعلان سره سمون وخوري په مهال ویش کي ځای ورکول کیږي .

خپروني او نشراتي مواد:

  • د زما راډيو خپروني خورا متفاوتي دي، هره ورځ 24 ساعته نشرات په بیلابیلو کټګوریو کې
  • لکه (سیاست ، اقتصاد ، معارف ، کلتور ، روغتیا ، سپورټ او تفریح ) .
  • د مختلفو ژورنالستیکي ژانرونو پواسطه لکه ( خبر ، ګزارش ، فیچر ، راپورتاژ ، ګردي میزونه ، مرکې کنفرانسونه او طنز )

د زما راډیو اورېدونکي:

زما راډیو په تیرو څلوو کلونو کي یو اوږد مزل طی کړیدی اوس دکندهار ښار ترڅنګ په ډیرو ولسوالیو کي خورا ډیر اوریدونکي لري ، ددې راډیو توپیر له نورو سره دادی چي په خپل نشراتي چوکاټ کي يي ډیر وخت خبر ، سیاسي بحثونو ، کلتور او روزنیزو پروګرامونو ته بېل کړیدی .

Back to top button
Close